یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا ته ګواښ پارونکي وسلوال ګوانتانامو زندان ته لیږل کیږي

امریکا ته ګواښ پارونکي وسلوال ګوانتانامو زندان ته لیږل کیږي

امریکا به په گوانټانامو بی، کیوبا، کې پوځي زندان ته د هغه وسلوالو لیږل جاري ساتي چې هېواد ته خطر راولاړوي.

پخواني صدر براک اوباما د زندان د بندولو ژمنه کړې وه خو د خپل حکومت په مهال یې سر ته و نه رسول شوه.

د پېنټگان یا د امریکې د دفاع وزارت چارواکو د گوانټانامو په اړه وایټ هاوس ته تازه هدایات ورکړې دي چې د زندان د ازاد ساتلو د موجود صدر ډانلډ ټرمپ د دریځ تاید کوي.

د دفاع وزارت گوانټانامو کې د قیدیانو د ساتلو دپاره طریقه کار تیار کړې دي. د دفاع وزارت ترجمانې کمانډر سیره هیگنز په یو بیان کې وویل.

صدر ټرمپ د گوانټانامو زندان د ازاد ساتلو ژمنه کړې ده.

صدر ټرمپ ویلي د القاعده او د داعش خلاف جنگ کې امریکا د ترهگرو بندي ساتلو اختیار لري.

د انساني حقونو ډلو د زندان د خلاص ساتلو په فیصله تنقید کړی دی.

د گوانټانامو زندان په کال ٢٠٠١ م کې د پخواني صدر جارج بش حکومت د سپټمبر د ١١ مې نیټې د حملو ورسته د وسلوالو د بندي ساتلو دپاره قایم کړی و.

د زندان په ابتدايي ورځو کې هلته د القاعده او د طالبانو قیدیانو شمیره ٧٨٠ ته رسیدلې وه. د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې په گوانټامو کې ۴١ قیدیان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: