یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / امریکا خپل اتباعو ته دپاکستان په ورتګ بندېز لګولي ځکه چې نا امن دی

امریکا خپل اتباعو ته دپاکستان په ورتګ بندېز لګولي ځکه چې نا امن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خپلو اتباعو ته ویلي چې افغانستان ته دې سفر نه کوي. د دې لامل په افغانستان کې امنیتي پېښې ښودل شوي دي. افغانستان په څلورمه درجه کې په خورا خطرناکو هېوادونو کې ځای شوی دی.

اعلامیه کې امریکایانو ته ویل شوي چې پاکستان ته په خپل سفر بیا کتنه وکړي. دوی ته ویل شوي چې په ځانګړې ډول بلوچستان، خېبرپښتونخوا، قبایلي سیمو او کشمیر ته دې سفر نه کوي. پاکستان په درېيمه درجه هېوادونو کې راغلی دی.

پاکستان ته په خپل سفر د بیا کتنې لامل دغه هېواد کې د امنیتي پېښو زیاتوالی ښودل شوی دی.

امریکا د هند په اړه خپلو اتباعو ته ویلي چې له ډېر احتیاط څخه کار واخلي. هند په دویمه درجه هېوادونو کې ځای شوی دی.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: