جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / امریکا خپل هېواد د ترهګرو خوندي کوي خواسلامي نړې کې جګړه توده ساتې

امریکا خپل هېواد د ترهګرو خوندي کوي خواسلامي نړې کې جګړه توده ساتې

د امریکا د کورنیو چارو وزیر کریجین نیلسن په واشنگټن کې په ېو وینا کې ویلي دي چې امریکا به د هغو ملکونو د اتباعو امریکا ته د مهاجرت د پروسې امنیتي تدابیر زیاتوي چې ترهگر پکې فعالیتونه کوي. هغه زیاته کړه چې د دغو نوي امنیتي تدابیرو هدف دا دی چې ترهگر د مهاجرت د پروگرام نه گټه پورته نه کړي.

ښاغلي نیلسن وویل، “دا نوي بدلونونه به نه یواځې د امنیت وضع ښه کړي بلکه په دی برسیره به هغه کسان چې په ریښتیا هم د ژوند د خوندیتوب لپاره مهاجرت ته ضرورت لري، هغوي ته به د مهاجرت فرصتونه زیات شي.”

ښاغلي نیلسن په دی لړ کې نور تفصیلات ندي ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د شروع کیدو سره د مهاجرت په هکله یو سخت دریځ خپل کړیدی او د ځینو ملکونه په اتباعو یې امریکا ته په راتگ بندیز هم لگولی.

ولسمشر د هغه کسانو لپاره چې امریکا ته سفر کوي، د سابقې د څارلو د سختولو امر هم کړیدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: