سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکا دې په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په اړه وضاحت راکړي

امریکا دې په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو په اړه وضاحت راکړي

روسیې یو ځل بیا له ناټو او امریکا په افغانستان کې د نامعلومو الوتکو د تګ راتګ په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي په افغانستان کې ځینې ناپېژانده الوتکې د وسله والو تر نفوذ لاندې سیمو کې پروازونه کوي او داسې راپورونه شته دي، چې وسله والو ته مهمات او کسان لېږدوي. دده په خبره څو ځله یې له امریکا او ناټو غوښتي چې ددغو مشکوکو الوتکو په اړه وضاحت ورکړي خو لا هېچا معلومات نه دي ورسره شریک کړي. سرګي لاوروف ویلي، د افغانستان د څو ولایتونو والیانو په دې اړه څرګندونې کړې دي او وایي، چې د ولایتونو په ځينو برخو کې یې ناپېژانده الوتکې تګ راتګ کوي خو ناټو او امریکا په دې اړه هېڅ ډول وضاحت نه ورکوي. دده په خبره په افغانستان کې روان وضعیت روسیې ته د جدي اندېښنې وړ دی او په روان بحران کې هر څه بد زیري له ځان سره لري. سرګي لاوروف همدا راز ویلي، چې د داعش او امریکا ترمنځ په همکارۍ کلک شک لري او له امریکا یو ځل بیا غواړي چې نړیوالو ته په افغانستان کې د روانې اوضاع په اړه معلومات ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *