شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکا د۲۰۱۹کال وروسته خپل سفارت بیت المقدس ته لېږدوي

امریکا د۲۰۱۹کال وروسته خپل سفارت بیت المقدس ته لېږدوي

د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس اسرائيلو ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کې به د امریکا سفارت له تل ابيب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي. مايک پنس دا څرګندونې د اسرائيلو پارلمان ته د وينا پر مهال کړي دي. د تېر کال ډیسمبر کې، چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه وپېژندله او اعلان يې وکړ، چې امریکايي سفارت به بیت المقدس ته ولېږدوي؛ هغه مهال يو شمېر کارپوهانو داسې وړاندوينه کړې وه، چې امریکا به خپل سفارت ډېر ژر هلته ونه لېږدوي. د مايک پنس د وينا پر مهال د اسرائيلي پارلمان عربو وکيلانو احتجاج وکړ او «بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه ده» شعارونه يې پورته کړي وو، چې له امله يې د امریکا مرستيال ولسمشر د خپلې وينا درولو ته اړ شو. فلسطیني چارواکو د امریکا له مرستيال ولسمشر سره له ليدو انکار کړی او ولسمشر محمود عباس له مايک پنس سره د ليدو پر ځای بروکسل ته تللی او تمه ده، چې هلته به د اروپايي اتحاديې له غړو وغواړي، د فلسطين دولت په رسميت وپېژني. اسرائيلي پارلمان ته د وينا پر مهال د امریکا مرستيال ولسمشر يو ځل بيا له فلسطينيانو غوښتنه وکړه، چې د خبرو مېز ته کيني او په وينا يې دا ستونزه يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي، خو فلسطيني حکومت او جهادي ډلې وايي، چې امریکا د اسرائيلي یرغلګرو يو اړخيز ملاتړ کوي او نور يې د سولې په اړه د منځګړي رول له لاسه ورکړی دی.

/

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *