پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د افغانستان د جګړې کومه بریا یادوي

امریکا د افغانستان د جګړې کومه بریا یادوي

امريکايي ورځپاڼې تازه د افغانستان پر حالاتو په تبصره کې پوښتلي، چې امريکا افغانستان کې د کومې بريا خبره کوي؟

ورځپاڼې ويلي: «ولسمشر ټرمپ بيا بيا افغانستان کې د بريا په اړه غږېږې، خو دا څرګنده نه ده چې بريا نه د هغه موخه څه ده؟».

سرچينه زياتوي چې امريکايي سرتېري اوس بيا اخته دي د افغانستان په هغو سيمو کې جګړه کوي چې په ۲۰۰۹ کال کې يې تر ولکې لاندې وې خو اوس له وسله والو طالبانو سره دي.

«اوس په ډاګه شوه چې خوشبينيانې او تمې لږې شوې، دا په افغانستان کې له جګړې ۱۶ کلونه وروسته. امريکايي ځواکونه دا دی بيا د هغو سيمو د نيولو هڅې کوي چې وړاندې د همدوی په ولکه کې وې».

واشنګټن پوسټ د افغانستان نخچه خپره کړې او هغه سيمې يې په کې په نښه کړي، چې دا مهال د طالبانو په لاس کې دي. مطلب کې د امريکايي سرچينو له خولې ويل شوي چې د امريکا د نظامي عملياتو او هوايي بريدونو په پايله کې ځينې سيمې د طالبانو له ولکې وتلي، خو دا په دې معنا چې امريکايي ځواکونه اوس په هغو سيمو کې جنګېږي چې په ۲۰۰۹ کې په کې جنګېدل».

ورځپاڼه دې ته اشاره کوي، چې «ولسمشر ټرمپ افغانستان کې د بریا خبره تکراروي، خو دا څرګنده نه ده چې د دې مطلب څه دی؟»، بيا يې افغانستان کې د امريکايي پوځي مشرانو له قوله ويلي، چې ښايي د ټرمپ د دې خبرو مطلب دا وي چې داسې لاسته راوړنې يې لرلي، چې يو سوله‌ييز حل ته رسېدو کې مرسته کوي.

د يادونې وړ ده چې لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې هم د افغانستان ورستيو حالاتو ته په کتو ويلي، چې افغان دولت غواړي د ځانګړو ځواکونو شمېره ډېره کړي، خو له دې سره سره جګړه کې افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو ونډه ډېره شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *