پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د جنګي الوتکو پروازونو ځنډولي دي

امریکا د جنګي الوتکو پروازونو ځنډولي دي

د امریکا ددفاع وزارت ویلي، چې د ایف ۳۵ الوتکو پروازونه یې ځنډولي دي. د پنټاګون د معلوماتو له مخې، ایف ۳۵ الوتکې به تر هغه پروازنه نه کوي، چې پکې رامنځ ته شوې تخنیکي ستونزې حل شوې نه وي. دغه الوتکې په نړۍ کې له ګرانبیه او خطرناکو الوتکو له ډلې دي چې څو اونۍ وړاندې یې امریکا د فعالیت د پيلولو خبر ورکړ. دغه الوتکو په افغانستان کې هم هوايي بریدونه وکړل او هغه مهال امریکا ویلي وو، چې عملیات یې بریالي وو. خو وروسته له دې چې په جنوبي کارولینا کې یوه ایف۳۵ الوتکه را ولوېده، نو ددغو الوتکو پروازونه وځنډول شول. امریکا وایي دوی دتخنیکي ستونزې د پيدا کولو په لټه کې دي. دغه الوتکې د رادار له پردو پټېږي او د ډول ډول خطرناکو وسلو د کارولو وړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *