د امریکا مرستیال ولسمشر ددې هیواد د فضايي ځواک د جوړیدو د پلان په اړه څرکندونو کې د روسیې او چین له اړخه د فضايي ګواښونو خبرداری ورکړ.
امریکا پلان لري چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې د امریکا فضايي ځواک، ددې هیواد د پوځ د شپږمې څانګې په توګه رامنځ ته کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو مرستیال ولسمشر مایک پینس پنجشنبې په ورځ په پینټاګون کې د وینا پر مهال وویل، هغه وخت را رسیدلی چې د امریکا د وسلوالو ځواکونو په تاریخ کې یو ستر باب ولیکو او د جګړې راتلونکې ډګر ته چمتو و اوسو.
نوموړې وویل، په داسې حال کې چې روسیه او چین د سټلایت یا فضايي سپوږمکیو ضد وړتیاو د پراخوالو لپاره په شدت کار کوي، ددې دواړو هېوادونو په وړاندې فضايي ځواک لرل یو مهم عنصر دی.
” زموږ رقیبانو لا دمخه فضا په یو جګړی په یو احتمالي سیمې بدله کړې ده، او د امریکا متحده ایالتونه به له دې رقابت شاته نه شي.“
د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې باید په فضا کې امریکا لاس برې اوسي او دا کار به وکړي.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د جون په میاشت کې د فضايي ځواک د جوړیدو امر ورکړ و څو د امریکا پوځ وکولی شي فضايي ګواښونو په وړاندې چمتو و اوسي.