جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / امریکا د فلسطین کډوالو سره کېدونکې مرستې درولي دي

امریکا د فلسطین کډوالو سره کېدونکې مرستې درولي دي

د فلسطیني حکومت یوه ویاند ویلي، امریکا د ملګرو ملتونو د کډوالو له نړیوالې ادارې سره هغه مرستې درولې، چې د فلسطیني کډوالو د لاسنیوي په موخه کېدلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، دوی د کډوالو په اداره کې د ستونزو له امله دغه مرستې ځنډولې دي. یاد وزارت وایي امریکا هر څه له نږدې څاري، خو پرېکړه یې کړې چې له فلسطیني کډوالو سره کېدونکې مرستې ودروي. د کډوالو نړیوالې ادارې بیا ویلي، چې ددوی په چارو کې هېڅ راز ستونزه نشته او د امریکا مرستې یې تل، په لبنان او نورو سیمو کې اړو فلسطیني کډوالو ته رسولې دي. امریکا تر دې وړاندې هم له فلسطین سره خپلې ځينې مرستې او همکارۍ ځنډولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *