امریکا د افغان پیلوټې نیلوفر رحماني پناه غوښتنه منلې ده. نیلوفر رحماني د افغانستان د هوایي ځواک یواځينۍ پیلوټه وه چې شاوخوا له ۱۶ میاشتني انتظار وروسته یې په امریکا کې پناه غوښتنه ومنل شوه. هغه په ۲۰۱۲ کال کې د خپلې کورنۍ په ملاتړ د افغانستان په هوایي ځواکونو کې شامله شوه. نوموړې په ۲۰۱۶ کال کې امریکا ته د روزنې لپاره تللې وه، چې هلته یې بیا د پناه غوښتنه وکړه. هغې ۱۶ میاشتې خپلې پناه غوښتنې ته بې صبرانه انتظار وکړ او بلاخره پرون یې د امریکا حکومت لخوا یاده غوښتنه ومنل شوه. رحماني د خپلې پناه غوښتنې دلیل، دې او کورنۍ ته یې جدي امنیتي ننګونې بللې، خو افغان حکومت یې یادې ادعاوې رد کړې دي. په ورته وخت کې د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو بیا پر رحماني توندې نیوکې کړې دي او د نوموړې دا کار یې له افغانستان سره ستره جفا بللې ده.
