پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د پاکستاني عسکرو روزنه درولې ده

امریکا د پاکستاني عسکرو روزنه درولې ده

امریکا د پاکستاني عسکرو روزنه درولې ده. امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي، د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې چې پاکستاني عسکر به نه روزي. ټاکل شوې وه، چې د امریکا په نظامی پوهنتونو کې پاکستاني افسران د روزنې او زده کړو لپاره جذب شي خو امریکايي چارواکي وايي چې د ټرمپ ادارې ددغه لړۍ د درولو سپارښتنه کړې ده. سرچینې ویلي، دا پرېکړه د هغو اقداماتو برخه ده، چې د امریکا له لوري د پاکستان پر وړاندې اخیستل کېږي. امریکا د پاکستاني نظامیانو د روزنې تر ټولو ستره ملاتړې وه او د پاکستان د پوځ ټول مهم غړي د امریکايي پوهنتونونو فارغان دي. پاکستاني حکومت په دې اړه ویلي، چې که امریکا پر خپله پرېکړه ودرېږي، نو خپل افسران به چین او روسیې ته د روزنې لپاره ولېږي. امریکا داسې مهال پر پاکستان د فشارونو خبره کوي، چې همدا اوس هم لسګونه پاکستاني نظامیان د روسي روزونکو له لوري روزل کېږي او ګډ تمرینونه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *