یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا روسیه ته خبرداری ورکړی دی

امریکا روسیه ته خبرداری ورکړی دی

د امریکا متحده ایالاتو روسیې ته خبرداری ورکړی، چې خپل متحد سوریایي ځواکونه دې د سوریې د جنوب لوېدیځ په هغه سیمه کې له بریدونو راوګرځوي، چې تېر کال د خوندي سیمې په توګه پېژندل شوې وه. دا خبرداری وروسته تر هغه ورکول کېږي چې په دې سیمه کې د یاغیانو پر ضد د سوریې د حکومتي ځواکونود بریدونو د زیاتېدو راپورنه خپاره شول. د سوریې د جګړې څارونکي ډله وایي، د جون پر ۲۲ د سوریې حکومتي ځواکونو په خوندي سیمه کې د مخالفینو پر اهدافو بیرلي بمونه غورځولي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې ویلي، د سوریې پوځ په پر له پسې توګه په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو له هوکړې سرغړاوی کړی او پر دې سیمه د دوی د بمباریو له امله تر یولس زرو ډېر ملیکان تېښتې ته اړ شوي دي. نوموړې ویلي، چې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له اوربنده باید نور سرغړونه پای ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *