پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: روسیې او سوریې دوما ته د نړیوالو څېړونکو ټیم نه دی پرې ایښې

امریکا: روسیې او سوریې دوما ته د نړیوالو څېړونکو ټیم نه دی پرې ایښې

امریکا پر روسیې او سوریه تور پورې کړی چې د دوما ښار ته یې د نړیوالو مفتشانو ټیم نه دی پرې ایښې او اوس په دې هڅه کې دي، چې هلته د شوي کیمیاوي برید په اړه شته شواهد له منځه یوسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هیدر ناویرت ویلي، کره معلومات شته چې ښیي روسي چارواکي د سوریې له رژیم سره ګډ کار کوي، څو دوما ښار ته د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د څېړونکو د تلو مخنیوی وکړي. په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا بیا د امریکا دا تورونه بې بنسټه او واضح دروغ وبلل. لویدیځ هېوادونه پر دمشق تور لګوي چې د اپریل په اوومه یې دمشق ته نېږدې په دوما ښار د کیمیاوي وسلو برید کړی دی. د ویلو ده چې د دې برید په ځواب کې متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د اپریل په ۱۴مه د سوریې پر یو شمېر دولتي تاسیساتو برید وکړ. دمشق او مسکو ټینګار کوي چې د اپریل د اوومې نیټې د برید تور جعل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *