جنرال اصف غفور د امریکا سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ د ټویټ نه وروسته د دواړو ملکونو اړیکې خرایې شویدي
ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٨ کال په لمړنۍ ورځ د پاکستان په اړه په یو ټویټ کې لیکلي و چې پاکستان ورته دروغ ویلي او تیر ایستي یې دي او ٣٣ ملیارده ډالره یې ترینه اخیستې خو بیا یې هم په خپل ملک کې د ترهگرو په ضد عملیات ندي کړي.
د پاکستان د پوځ ویاند د چهارشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا په سیمې کې د ترهگرۍ په ضد عملیات یواځې ندي کړی خو پاکستان ورسره مرسته کړیده.
هغه وویل ” امریکا د نړۍ د ترټولو ستر قدرت دی خو ترهگرۍ په ضد ب کې د پاکستان په همکارۍ امریکا د نړۍ ستر قدرت شو.”