یکشنبه , مې 31 2020
کور / خبرونه / امریکا سعودي ته ځانګړي ځواکونه لیږدوي

امریکا سعودي ته ځانګړي ځواکونه لیږدوي

امریکا، سعودي ته خپل ځانګړي ځواکونه لیږلو خبر ورکوي،چې له یمن سره د ګډې پولې امنیت وساتي.
چارواکي وايي، دا ځواکونه پر هغو تجهیزاتو هم سمبال دي چې د یمني توغندیو مخه ونیسي.
د راپور له مخې امریکا تیر کال هم د هوثي یاغیانو پر ضد د سعودي پولو ته ځواکونه استولي وو.
یاده دې وي چې امریکا داسې حال کې سعودي ته ځواکونه لیږي چې پر پلازمینې ریاض او یو شمیر نورو سیمو د یمن توغندي توغول ډیر شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: