دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / امریکا: طالبان دې له افغان حکومت سره سوله وکړي او اساسي قانون دې ومني

امریکا: طالبان دې له افغان حکومت سره سوله وکړي او اساسي قانون دې ومني

امریکا وايي طالبان دې له افغان حکومت سره سوله وکړي او اساسي قانون دې ومني. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویاند دانا وایټ وایي، طالبان دې د افغانستان اساسي قانون ومني، له جګړو دې لاس واخلي، تاوتریخوالي ته دې شا کړي او له هغه وروسته دې له امریکا سره نه بلکې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. دده په خبره طالبانو ته په کار ده، چې نور روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکايي چارواکو ویلي وو، چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. خو طالبان بیا وایي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي بلکې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي او له دوی غواړي چې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي. افغان حکومت هم طالبانو ته د سولې لپاره بې مخینې وړاندیز وکړ او ولسمشر وویل، چې د سولې لپاره به طالبان د یوې سیاسي ډلې په توګه وپېژني. طالبانو تر اوسه په دې اړه ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: