امریکا غواړي د سولې مذاکرات د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ وي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا غواړي چې د افغانستان ستونزه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ حل شي، واشنګټن به یوازې منځګړیتوب کوي او هڅه یې دا ده، چې په دې پروسه کې اسانتیا رامنځ ته شي. خلیلزاد همدا راز ویلي، په دې ورځو کې له طالبانو سره تودې خبرې روانې دي. دده په خبره تر ډېره بحثونه په راتلونکي اختر کې پر رامنځ ته کېدونکي اوربند، د طالب زندانیانو پر خوشي کولو او سولې دي. خلیلزاد زیاته کړې هیله لري چې دغه روانې خبرې د افغانستان ددایمي سولې سبب شي او دلته روانه جګړه پای ته ورسول شي.
