سه شنبه , مارچ 9 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا له شمالي کوریه سره بیا خبرو ته تیاره ده

امریکا له شمالي کوریه سره بیا خبرو ته تیاره ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د کیم جونګ له وروستیوڅرګندونو ښکاري چې شمالي کوریا غواړي دغه ستونزه حل کړل شي. دده په خبره امریکا تیاره ده، چې له شمالي کوریا سره د مذاکراتو درېدلې لړۍ بیا پیل کړي. هغه ویلي راتلونکې اونۍ به د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر نیویارک ته لاړ شي او هلته به ورسره وګوري. پمپیو وایي له وزیر سره به په دې لیدنه کې د اټومي توغندیو د له منځه وړلو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي. امریکا ټینګار کړی، چې شمالي کوریا دې د خپلو اټومي وسلو د له منځه وړلو لپاره خپل اقدامات چټک کړي. د شمالي کوریا ولسمشر ویلي و هغه تیار دی، چې بهرنیو څېړونکو ته د شمالي کوریا د اټومي بټیو د څېړلو زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *