جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا نور سرتېري افغانستان ته استوي

امریکا نور سرتېري افغانستان ته استوي

امریکا په راتلونکي ژمي کې افغانستان ته څلور سوه نور سرتېري را لېږي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکی ژمی به افغانستان ته د ویسکانسین ملي ګارد څلور سوه غړي افغانستان ته ولېږل شي. دغه ډلې تر دې وړاندې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ او همدا راز د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په عراق کې فعالیت ترسره کړی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې فعالیت کوي او تر ډېره به یې مسوولیت د نورو بهرنیو ځواکونو د امنیت تامین وي. امریکا تر دې وړاندې هم افغانستان ته اضافي عسکر لېږلي دي او په وینا یې موخه یې دا ده، چې وکړی شي دلته طالبان او داعش ډله وځپي. خو دغه سرتېري په نظامي اډو کې پراته وي او د جګړې ستره مرګ ژوبله افغان ځواکونو ته اوړي. په هېواد کې د ننه او بهر د چارو ډېری څارونکي هم په دې باور دی چې افغانستان ته د اضافي عسکرو را لېږل د حل لار نه ده، بلکې سیاسي مذاکرات او له ښکېلو ډلو سره خبرې اترې د جګړې اصلي حل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *