یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وايي په افغانستان کې د جنرال جان نیکولسن د ځای ناستي خبره نهايي شوې نه ده

امریکا وايي په افغانستان کې د جنرال جان نیکولسن د ځای ناستي خبره نهايي شوې نه ده

امریکا وايي په افغانستان کې د جنرال جان نیکولسن د ځای ناستي خبره نهايي شوې نه ده. د امریکا ددفاع وزارت ویلي، تر اوسه دا نه ده نهايي شوې چې سکاټ مېلر به د نیکولسن پر ځای ګومارل کېږي. تر دې وړاندې ګڼو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی و، چې سکاټ مېلر په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قومندان ګومارل کېږي، خو پنټاګون ویلي تر اوسه په دې اړه د نظر ورکولو لپاره ډېر وخت دی. مېلر به لومړی د ټرمپ له لوري انتخابېږي، بیا ددفاع وزارت هغه معرفي کوي، بیا به د سنا د باور رایه اخلي او تر هغه وروسته به په افغانستان کې د ځواکونو قومندان ټاکل کېږي. سکاټ مېلر په امریکا کې د ځانګړو ځواکونو قومندان دی. هغه په عراق، افغانستان او نورو هېوادونو کې د جګړې اوږده تجربه لري. که مېلر د نیکولسن ځای ناستی شي، نو دا به په اوولس کلنه جګړه کې د امریکا نهم قومندان وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: