چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي روسیه په افغانستان کې د نارامیو او روان کړکېچ تر شا ولاړه ده

امریکا وایي روسیه په افغانستان کې د نارامیو او روان کړکېچ تر شا ولاړه ده

امریکا وایي روسیه په افغانستان کې د نارامیو او روان کړکېچ تر شا ولاړه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې د روسیې هغه تورونه رد کړل، چې ګواکي واشنګټن د افغانستان د ستونزې په حل کې ناکام دی. دغه امریکايي چارواکي ویلي، امریکا له ټولو ممکنو لارو هڅه کوي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي او دغه هېواد ته امنیت او ثبات راشي. ددغه سرچینې په وینا روسیه په افغانستان کې د روان کړکېچ تر شا ولاړه ده او په ورته هڅو دا نه شي پټولی چې دوی د وسله والو طالبانو ملاتړ نه کوي. دغه امریکايي ديپلومات ویلي روسیه اوس هم په افغانستان کې د طالب وسله والو ملاتړې ده او ددغه هېواد ورته هڅې به په افغانستان کې د امریکا هڅې کمرنګه نه کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ديپلومات ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ویلي وو، په مسکو کې د روسیې په مشرۍ د سولې غونډې وښوده چې امریکا د افغان ستونزې په حل کې ناکامه ده. دې مسئلې د امریکا غبرګون پارولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *