دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي نه غواړي د اوږده مهال لپاره یې ځواکونه په افغانستان کې وي

امریکا وایي نه غواړي د اوږده مهال لپاره یې ځواکونه په افغانستان کې وي

امریکا وایي نه غواړي د اوږده مهال لپاره یې ځواکونه په افغانستان کې وي. د امریکا د پوځ لوی درستیز جوزف ډانفورډ د امریکا له دفاع وزیر جیمز متیس سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، دا پلان نشته، چې ځواکونه به یې د اوږده مهال لپاره په افغانستان کې وي، خو ددوی د حضور موده به شرایطو ته په پام ټاکل کېږي. له دې سره جوخت واشنګټن پوسټ وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې خپل نظامي حضور کم کړي خو پر ځای یې په دغه هېواد کې د ديپلوماتیکو اړیکو د پراخولو په لټه کې ده. د امریکا د پوځ لوی درستیز ویلي په افغانستان او جنوبي اسیا کې د امریکا اوږدمهاله ګټې نغښتې دي نو له همدې امله به هلته د امریکا حضور اوږد وي، ديپلوماتیکي او نظامي چارې به پراخېږي. د امریکا ددفاع وزیر همدا راز د ټرمپ له تګلارې دفاع کړې ده او هغه یې بریالۍ بللې ده. متیس ویلي، چې تګلاره کارنده ده، طالبان یې سولې ته اړ کړي دي او د طالبانو څرګندونې تر بل هر وخت نرمې شوې دي. متیس وايي چې د امریکا اوسنی تګلاره به بدله نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *