شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر سوریې د هوايي بریدونو امر وکړ

امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر سوریې د هوايي بریدونو امر وکړ

ولسمشر ټرمپ وویل چې دا بریدونه په سوریې کې په ولسي خلکو باندې د بشار الاسد د رژیم د کیمیاوي بریدونو ځواب دی.

وايي هدف یې دا د چې د کیماوي وسلو تولید او استعمال ختم شي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې په دغو بریدونو کې ورسره برتانیا او فرانسه هم برخه لري. د دمشق نه راپورونه وايي چې د ځينو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي، خو لا د تلفاتو په اړه معلومات خبرونه نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په خپل ټویټر کې پر سوریې د برید خبرداری ورکړی و.

تر دې مخکې روسیې ویلي وو چې پر سوریې به د امریکا توغېدونکي میزایل شنډوي او خبرداری یې ورکړی و چې باید دا کار ونکړي. خو ولسمشر ټرمپ روسیې او ایران ته وویل چې باید د داسې رژیم سره ملګرتیا ونکړي چې ماشومان او ولسي خلک وژني.

ولسمشر ټرمپ به خپل ټویټر کې د برید په اړه د خپلو خبرو ویډیو هم خپره کړې ده.

2 تبصرې

  1. generic stromectol online – http://ivermecpls.com/# ivermectin pills canada

  2. buy ivermectin 3mg – is ivermectin safe for people stromectol order online

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *