دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: پاکستان دې له ترهګرو لاس واخلي!

امریکا: پاکستان دې له ترهګرو لاس واخلي!

امریکا یوځل بیا له پاکستان غوښتي چې خپله خاوره کې د وسلوالوخوندي ځایونه له منځه یوسي، هغه مرکزونه چې د افغانستان د جګړې لپاره پکې وسله وال روزل کیږي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر چې خبریالانو ته خبرې کولې وویل د سویلي اسیا لپاره پالیسي واضیح ده او زموږ پیغام تر دې زیات څرګندیدای نشي چې په دې پاکستان هم پوهیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي (( که پاکستان د ترهګرو په له منځه وړلو کې لازمه هڅه و نه کړي موږ ته به مسوول وي، ټول په افغانستان کې سوله او ټيکاو غواړي خو که پاکستان طالبان او حقاني ډله ساتي نو سولې او پخلاینې ته رسیدل ناشوني دي. او پاکستان هم پوهیږي چې دا زموږ دریځ دی چې مخکې مو هم ورته څو ځل یادونه کړې ده.))

د جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګلاره کې چې پاکستان ته په کې خبرداری و له یوکال تېرېدو وروسته نه یوازې پاکستان بدل نه شو بلکه له روسې ، ایران او چین سره نږدې شوچې اوس امریکا ته په یوګواښ بدلېدای شي.

تحلیل کوونکې مونیسه مبارز په دې باور دي چې د امریکا فشارونه او کړن لاره د پاکستان په تړاو جدي نه ده.

کابل هم ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد له ونډې خوښ نه ده چې د کندهار وروستی پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا نورې خرابولی شي، ځکه ولسمشر غني باور لري چې جنرال رازق د ترور پېښه په پاکستان کې جوړه شوې او دغه هېواد باید حساب ورکړي.

باور کېږي پاکستان کې د افغانستان سره د خپلې بقاء جګړه پرمخ وړي او نړۍ سره تېر ایستونکي لوبه پرمخ وړي.

په سیمه کې د امریکا سیال هېوادونه هم غواړي چې پاکستان خوندي وساتي او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: