پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا پاکستان سره نظامي مرستې کمې کړې دي

امریکا پاکستان سره نظامي مرستې کمې کړې دي

امریکا له پاکستان سره کلنۍ نظامي مرستې له ۷۰۰ میلیون ډالرو نه ۱۵۰ میلیون ډالرو ته را ټیټې کړې دي. امریکا له دې تازه اقدام سره دا مرستې د پاکستان لخوا له ترهګرۍ سره پر کارنده مبارزې مشروطې کړي او زیاته کړې یې ده، چې که چېرته یاد هېواد د ترهګرو پر وړاندې چوپه خوله پاتې شي، نو ښایي خپلې مرستې بیا وځنډوي. دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې تر دې هم د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاکستان پر سیاستونو توندې نیوکې کړې او یاد هېواد ته یې خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې وې. هغه ویلي و، چې امریکا ۱۵ کاله په ډېر احمقانه ډول پاکستان سره مرستې کړې دي په داسې حال کې چې یاد هېواد یې د مرستو په بدل کې هیڅ ښه بدله نه ده ورکړې. په ورته وخت کې امریکا په دې وروستیو کې نړیوال بانک ته هم خبرداری ورکړی، چې پاکستان ته دې د پیسو په ورکړه کې محتاط واوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *