شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / امریکا په افغانستان او عراق کې دګڼو سرتېرو په قرباني هم سلحه ټینګه نکړه

امریکا په افغانستان او عراق کې دګڼو سرتېرو په قرباني هم سلحه ټینګه نکړه

د امریکا ددفاع وزارت چارواکي واېي، د تیرو ۱۶ کلونو جګړو پرمهال افغانستان او عراق کې شاوخوا ۶۰ زره امریکاېي پوځیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. د نیوز ژورنال ورځپاڼې له راپور سره سم د امریکا دفاع وزارت(پنټاګون) ویلي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان کې د پوځي عملیاتو، سړک غاړې ماینونو او وسله والو طالبانو په مخامخ بریدونو کې ۲۲۶۳ تنه امریکاېي پوځیان وژل شوي او ۲۰۲۸۹ نور ټپيان شوي دي. په راپور کې ویل شوي، چې ددې ترڅنګ عراق کې د جګړو پرمهال د روان میلادي کال جنوري میاشتې تر ۶مې نیټې پورې عراق کې ۴۵۳۳ امریکاېي پوځیان وژل شوي او ۳۲۳۱۰ نور ټپیان دي. د امریکا دفاع وزارت په داسې مهال افغانستان کې د خپلو پوځیانو د تلفاتو شمېرې اعلانوي، چې د روان میلادي کال په اوله ورځ( دوشنبه/ جدي ۱۱مه/۱۳۹۶) هم د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو افسر لومړی څارن (میهیل ګولین) ووژل شو.  سرچینه: محصلین ویب پاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: