پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا په افغانستان کې د اوږدي جګړي هوډ لري

امریکا په افغانستان کې د اوږدي جګړي هوډ لري

نشنل انټرسټ نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، چې امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې لري او ددې ګټو لپاره ښایي هلته پاتې شي. د سرچینې په وینا امریکا په افغانستان کې یوه اوږده جګړه پيل کړې ده، چې ښایي د کمو نظامیانو او محدودو سرتېرو پر مټ پای ته و نه رسول شي. نشریه زیاتوي دغه جګړه زرګونه سرتېرو پای ته و نه رسوله، نو څو زره محدود سرتيري یې نه شي محار کولی. د نشریې په باور ښايي امریکا هم په دې پوه شي، چې د سرتېرو پر مټ روانه جګړه نه شي ګټلی، خو د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي. نشنل انټرسټ وایي، د امریکايي او ناټو ځواکونو له موجودیت سره سره، د بي بي سي یوه څېړنه ښيي، چې د افغانستان په ډېره برخه خاوره کې طالبان او نورې وسله والې ډلې فعالیت کوي او افغان حکومت یوازې د ۴۰ سلنه خاورې واک په لاس کې لري. د سرچینې په وینا روانه جګړه د سرتيرو په مټ نه بلکې د خبرو پر مټ د حل وړ ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *