دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدو اراده نه لري

امریکا په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدو اراده نه لري

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي امریکا په افغانستان کې خپلې ګټې پایلي او د جګړې د پای ته رسولو قوي اراده نه لري. دده په خبره امریکا چې څومره کار په افغانستان کې د جګړې لپاره کوي دومره یې د سولې لپاره نه دی کړی. کابلوف له روسي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا نه غواړي چې په سیمه کې سوله او امنیت ټینګ شي، ځکه یې د سولې او خبرو پروسه انحصار کړې ده. هغه تور پورې کړی چې امریکا د سیمې هېوادونو ته په افغان سوله کې د مداخلې او یا مرستې چانس نه ورکوي او هر څه پخپله خوښه مخ ته وړي. کابلوف ویلي، طالبانو په دې وروستیو کې ویلي، چې له امریکا سره خبرو ته تیار دي، خو دغه هېواد دې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستان وباسي. دده په وینا د طالبانو دا خبره کومه تصادفي خبره نه ده او امریکا ته په کار ده، چې د طالبانو پر دغه وړاندیز او څرګندونو پوره غور وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *