پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو او سترو موخو لپاره حضور لري

امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو او سترو موخو لپاره حضور لري

امریکا په افغانستان کې د خپلو ګټو او سترو موخو لپاره حضور لري. پخواني ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوست سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، امریکا یوازې د څو بې وسلې طالبانو لپاره په افغانستان کې حضور نه لري، بلکې په سیمه کې د خپلو سترو رقیبانو لپاره اډې جوړوي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینا، افغانستان په هغه حد کې نه دی، چې امریکا ته ووايي له دې ځایه پښې سپکې کړه، خو امریکا باید لږ تر لږه پر خپلو ژمنو عمل وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه جدي کړي. د کرزي په خبره پاکستان باید ترهګر له منځه یوسي او افغانانو ته د یوه با ثباته ژوند په جوړولو کې هڅه وکړي. د کرزي په خبره امریکا له افغانستان سره رښتینې نه ده او تر دې دمه یې پر خپله یوه ژمنه هم عمل نه دی کړی. ښاغلي کرزي له دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا له حضور سره مخالفت څرګند کړی دی او په وینا یې دوی یوازې خپلې ګټې پالي او د افغانانو حقوقو ته درناوی نه لري. دده په خبره په افغانستان کې د ترهګرۍ روانه مبارزه ځکه ناکامه ده، چې د ترهګرو اصلي سرچینې او ملاتړي له افغان پولې بهر دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *