سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په افغانستان کې مېشتو وګړو ته خبرداری وکړی دی

امریکا په افغانستان کې مېشتو وګړو ته خبرداری وکړی دی

امریکا په افغانستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې مېشتو امریکایانو ته ویلي، چې امنیتي تهدیدونه ډېر شوي دي نو خپل امنیتي تدابیر دې ډېر کړي. د سرچینې په وینا ترهګر غواړي پر عامه ځایونو، هوټلونو، بانکونو او نورو ورته سیمو کې بریدونه وکړي او خلک په نښه کړي. په خبرپاڼه کې امریکايي وګړو ته سپارښتنه شوې، چې له شدیدو امنیتي تدابیرو پرته دې له خپلو کارځایونو او کورونو نه وځي، محلي رسنۍ دې تعقیبوي او خپلې چارې دې په همغږۍ مخ ته وړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: