جمعه , اکتوبر 23 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په افغانستان کې نښتې ده چانس نلري چې پښې او باسې

امریکا په افغانستان کې نښتې ده چانس نلري چې پښې او باسې

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډين د افغانستان په اړه په خپره کړې وروستۍ شننه کې څرګنده کړې ده، چې امریکا افغانستان کې نښتې ده او نه شي کولی ځان وباسي.

ورځپاڼې په دې اړه د «افغانستان او امريکا؛ جګړه نه ګټلی شي، نه يې درولی او نه پرېښودلی شي» تر عنوان لاندې شننه خپره کړې ده، چې په کې ويل شوي، چې د افغانستان وروستي خونړي بريدونه ښيي، چې د طالبانو د ځپلو په اړه د امريکا په مشرۍ د نړيوالو وروستۍ هڅې هم ناکامې دي.

د بي بی سي له راپور سره سم ورځپاڼې ويلي، چې افغانستان کې د ملګي وګړو مرګ ژوبله ډېره شوې او طالبانو نوي پسرلني عمليات اعلان کړي دي. بل پلو داعش ډلې هم دې هېواد کې خونړيو بريدونو ته زور ورکړی دی.

«په ګڼ مېشتو ولسي ځايونو کې د خونړيو بريدونو له ډېرېدا سره د ولسمشر غني پر حکومت د کور دننه او بهر باور کمېږي».

سرچينې د امريکايي سناتور رنډ پاول هغو څرګندونو ته په اشاره چې امريکايي ولسمشر غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي ويلي، چې «د چارو پوهان په دې باور دي، چې که ولسمشر ټرمپ هر څه وايي، خو امريکا افغانستان کې د نامالومې مودې لپاره نښتې ده».

ګارډين د سياسي چارو کارپوه پروفيسر نيکولاس ګراسمن له خولې ليکلي، چې امريکا افغانستان کې د جګړې ګټلو لپاره نه ده پاتې، بلکې د دفاعي ليکو د ساتلو په پار هلته حضور لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: