دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په ایران نوي بندیزونه لګولي دي

امریکا په ایران نوي بندیزونه لګولي دي

د امریکا د مالیې وزارت د ایران د نیمه پوځي ځواکونو پر مالي سرچینو نوي بندیزونه لګولي دي. دا ځواکونه تورن دي چې ماشومانو ته روزنه ورکوي او له هغوی څخه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د ځواکونو ترڅنګ په جګړو کې کار اخلي. د امریکا دا تازه بندیزونه چې د سه شنبې په ورځ اعلان شول، پر شااو خوا شل هغو شرکتونو او مالي ادارو لګول شوي چې د ” د بسیج د همکارۍ بنسټ“ تر څار لاندې کار کوي. د ایران د تراکتور جوړونې شرکتونه، د اصفهان د فولادو صنایع او ملت بانک د هغو مهمو موسیسو څخه دي چې د امریکا ددې نویو بندیزونو هدف ګرځول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *