جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / امریکا په ترکیه کې خپل سفارت وتړه!

امریکا په ترکیه کې خپل سفارت وتړه!

د ترکیې پلازمېنه انقره کې امریکا خپل سفارت د عامو خلکو پر مخ د امنیتي ګواښونو له امله نن (دوشنبه) وتړه.
د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یوازې بېړني خدمتونه به وړاندې کېږي او د ویزې د ورکړې له پاره مرکې بندې شوې دي.
دسفارت د بېرته پرانېستلو نېټه نه ده ورکړل شوې.
د ترکیې پولیسو له شلو مطلوبو کسانو څخه دولس کسه نیولي او د نورو پلټنه یې روانه ساتلې.
له دغو کسانو ترکیه کې د بریدونو وېره څرګندېږي.
د امریکا سفارت ترکیه کې مېشتو امریکایانو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
بل خوا، د دواړو هېوادونو تر منځ د ترکیې له لوري د سوریې په عفرین کې د روانو عملیاتو پر سر هم اړیکې ترینګلې دي.
ترکیې موده وړاندې د سوریې په یاده سیمه کې د امریکا له ملاتړه برخمنو کردي ملېشو پر ضد پوځي عملیات پېل کړل.
ترکیې په ځلونو له امریکا غوښتي چې د دغې ډلې له ملاتړه لاس واخلي او وسله ورکول بند کړي.
ترکیه وایي چې سوري کرد ملېشې ترکیه کې د مېشتو یاغي کردانو سره اړیکې لري. ترکیه دوی د خپل ملي امنیت له پاره ګواښ ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: