پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په سوریه کې د روسیه سره د جګړې پلان لرې

امریکا په سوریه کې د روسیه سره د جګړې پلان لرې

د امریکا ولسمشر ټرمپ روسیې ته ویلي چې سوریه کې د امریکا د نویو او ځیرکو توغندیو انتظار وکړي.بل خوا، روسیې ویلي چې دوی به له امریکا سره دټوېټر دیپلوماسي و نه کړي.خو دا پوښتنه چې ایا امریکا به په سوریې داسې سخت بریدونه وکړي چې روسیه یې په ځواب ویلو اړه شي او یوه لویه جګړه رامنځته شي؟
د شنونکو په اند که د امریکا له لوري په سوریې برید کېږي، نو نه یوازې روسیه به یې ځواب و نه وایي، بلکې ډېره شونې ده چې ایران او ترکیه به هم میدان د امریکا د مقابلې له پاره ودانګي او ایران خو عملا سوریه کې ښکېل دی.
اسټریا کې د پوهنتون استاد ګیرهارډ منګوټ وایي چې سوریه کې د ډېر هېوادونو پوځونه مېشت دي او خپله د سوریې رژیم هم پیاوړی پوځ لري.
په دې اساس نو داسې ښکاري چې ټرمپ به د سوریې پر ضد سخت ګام پورته کولو ته زړه ښه نه کړي او له روسیې سره به له مخامخ پوځي ټکر نه ځان وساتي.
د چارو یاد شنونکی په سوریې د امریکا د توغندیو برید چې ویل کیږي امریکا یې په اړه تصمیم نیسي، غېر قانوني او غېر منطقي بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *