جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا په پاکستان خپله مرسته بنده کړه

امریکا په پاکستان خپله مرسته بنده کړه

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان کال په پیل کې دغه مرسته ځنډولې وه، ځکه چې وایي پاکستان په پرله پسې توګه په دې کې پاته راغلی، چې پر خپله خاوره د وسلوالو طالبانو په ضد ګام واخلي.

د پېنټاګان ویاند لېفټینینټ جنرل کون فاکنر وایي، دوی انتظار کاوه چې پاکستان به د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اېشیا د تګلارې په برخه کې مرسته وکړي، خو وایي ناکامه شو ځکه یې ورباندې ځنډولې مرسته کېنسل کړه.

پېنټاګان وایي دغه که کانګرس منظوري ورکړه نو دغه ۳۰ کروړه ډالره به په امریکه کې پر نورو پرمختیایي چارو ولګوي او دا به په روان کال کې له پاکستانه له را ګرځول شوې مرستې سره ۸۰ کروړه ډالرو ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *