پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا په پاکستان د ترهګرو پټنځایونه هم نښه کولي شی

امریکا په پاکستان د ترهګرو پټنځایونه هم نښه کولي شی

سپینې ماڼۍ ویلي، د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ستراتیژۍ کې امریکایي پوځیانو ته د ترهګرو پر ضد د اقدماتو اجازه ورکړل شوې ده. د سپینې ماڼۍ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتیژي کې، چې د حالاتو پر اساس پلي کیږي، د امریکا پوځي قوماندانانو لپاره صلاحیتونه او د اړتیا وړ تجهیزات په پام کې نیول شوي ترڅو دوی وکولی شي د هغو ترهګرو پر وړاندې اقدامات وکړي چې په افغانستان او پاکستان کې د امن پټنځایونو په لټه کې دي. خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر پر پاکستان د امریکا پوځي مرستې درولې او ویلي یې دي دا د هغو هېوادونو لپاره چې له امریکا څخه مرستې ترلاسه کوي. یو ښکاره پیغام دی. د سپینې ماڼي په وینا، حکومت هیله لري چې دغه هېوادونه د ترهګرو پر ضد مبارزه کې په بشپړ ډوله له امریکا ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: