سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا ځینې عسکر له افغانستان نه خپل هېواد ته استوي

امریکا ځینې عسکر له افغانستان نه خپل هېواد ته استوي

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو بهرنیو رسنیو ته ویلي چې ځینې امریکایي ځواکونه ددمې او لا ډېرو تمریناتو لپاره امریکا ته لېږل کېږي چې په راتلونکي پسرلي کې به بېرته راځي. ددوی په خبره د ژمي په موسم کې په افغانستان کې جګړې کمېږي چې له همدې امله باید ځینې امریکايي عسکر ولېږل شي چې له یوې خوا خپلې رخصتۍ تېرې کړي او له بلې خوا هلته په امریکایي نظامي اډو کې نوي تمرینات ترسره کړي. په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ویلي چې ټاکل شوې په لومړي پړاو کې سل سرتېري لاړ شي او وروسته د نورو سرتېرو د لېږلو اټکل هم کېږي. سرچینه زیاتوي چې دغه امریکايي پوځيان به د جګړې د راتلونکي پسرلي لپاره ځانونه تیاروي او بېرته به په نوو مهارتونو سمبال راځي. امریکا داسې مهال د جګړې په ډګرونو کې نوښتونه راولي او نوې وسلې، نوي سرتېري ازمويي چې په افغانستان کې د جګړې اتلسم کال پوره شوی دی خو لا هم دوی د ترهګرو په ځپلو بریالي شوي نه دي. د سیمې او نړۍ ډېری هېوادونه امریکا په افغانستان کې ناکامه بولي او دا مشوره ورکوي چې د جګړې پر ځای دې د سولې لار خپله کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: