پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې اورلګېدنې زرګونه کورنیو ته زیان اړولی دی

امریکا کې اورلګېدنې زرګونه کورنیو ته زیان اړولی دی

په شمالي کلفورنیا کې د اورلګېدنې څلورمه ورځ ده. راپورونه وایي چې اوس اور کابو شوی دی، خو په ځينو سیمو کې یې خطرونه شته دي. اورلګېدنې پنځه سوه ودانۍ په بشپړه توګه سوځولې دي. چارواکي وايي چې پنځه زره نورې ودانۍ هم د سوځېدو له خطر سره مخ دي. دغه اور په یوه طبیعي ځنګل کې لګېدلی چې سلګونه سیلانیان یې لیدنې ته ورتلل. زرګونه خلکو د خپل ژوند د ژغورلو لپاره سیمه پرې اېښې ده او سلګونه سیلانیان له سیمې وتلي دي. چارواکو ویلي چې د راتلونکې میاشتې تر درېیمې نېټې پورې به ټوله سیمه تړلې وي او چا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي. دغه اورلګېدنې زرګونه هکتاره ځمکه سوځولې ده. د یاد ښار چارواکي وايي، هڅه کوي له زیانمنو سره مرسته وکړي او مرکزي حکومت ته یې هم په دې اړه راپورونه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *