شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې توفانونو د هوایي ځواک یوه اډه زیانمنه کړې ده

امریکا کې توفانونو د هوایي ځواک یوه اډه زیانمنه کړې ده

د رسنیزو راپورونو ترمخه د امریکا په فلوریدا ایالت کې د مایکل په نوم شدید توفان د هوايي ځواک ستره اډه له سخته زیانمنه کړې ده، چې د ودانیو ترڅنګ ګڼ شمېر وسایط هم ویجاړ شوي دي.
د امریکا په فلوریډا ایالت کې د «تیندل» په نوم د هوايي ځواک پوځي اډې قومندان برایان لیدلو رسنیو ته ویلی، د مایکل توفان شدیدو څپو په تیرو ورځو کې د پوځي اډې ډیری ودانۍ نړولي او ترڅنګ یې یو شمېر الوتکې، پوځي او نقلیه وسایط هم ویجاړ کړي دي.
نوموړي دغه راز ویلي، چې په پوځي اډه کې دننه هیڅ شی روغ پاتې نه دي او داسې ښکاري لکه په پوځي اډه چې بمباري شوې وي.
ددې ترڅنګ د مایکل په نوم توفان په فلوریډا ایالت کې عامو خلکو ته هم ګڼ زیانونه اړولي دي او یو شمېر کسان یې د خپلو کورونو پرېښودو ته هم اړویستلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *