یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې د القایدي یو غړی په ۴۵ کاله بند محکوم شو

امریکا کې د القایدي یو غړی په ۴۵ کاله بند محکوم شو

د القاعده یو غړی محمد محمود الفارخ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد په جګړه تورن دی په امریکا کې یوې محکمې په ۴۵ کاله بند محکوم کړی دی. نوموړی په کاناډا کې و او له هغه ځایه د خپل یوه ملګري د تبلیغ تر اغېز وروسته پاکستان ته راغلی او په ۲۰۰۷ کال کې له طالبانو سره یو ځای شو. هغه د امریکايي ځواکونو پر وړاندې په جګړو کې لاس لرلی دی. محکمې ویلي چې دده د لاس نښې د امریکايي ځواکونو پر ضد په یوه کارېدونکي بم موندل شوې دي. محمود په ۴۵ کاله بند محکوم شوی دی او محکمې ویلي که یې په کړو وړو کې بدلون راغی نو په ۶۷ کلنۍ کې به نوموړی له بند خوشی کړي او ازاد ژوند ته ادامه ورکولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: