دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې د فلورانس په نوم سخت توپان د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی

امریکا کې د فلورانس په نوم سخت توپان د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی

امریکا کې د فلورانس په نوم سخت توپان د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړې، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان بې برېښنا شوي دي. ویل کېږي چې د سمندر د اوبو سطحه د درې نیمو مترو په حدودو کې پورته شوې چې د ښارونو پر سړکونو یې سیلابونه جاري کړي دي. اټکل کېږي چې د شدیدو بارانونو له کبله به په راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي. د دې باد سرعت په ساعت کې تر ۲۵۵کیلومتره رسېده خو اوس ویل کېږي چې کم شوی او په ساعت کې ۱۵۵ کیلومتره اټکل شوی دی. د کارولینا ایالت سواحلو زیات ښارونه خالي شوي او د جورجیا تر جنوبي سیمو پورې ډېر ښوونځي او سوداګریز مرکزونه تړلي دي. تر اوسه پورې دې سیمې ته ۱۵۰۰ الوتنې لغوه شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *