دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا کې وسله وال برید ۱۰کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

امریکا کې وسله وال برید ۱۰کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د امریکا په یوه ښار کې ډزې شوې او لسو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د لیوزینا ایالت په نوي اورېلانس ښار کې ډزې شوې دي. پولیسو ویلي چې په پېښه کې درې کسه وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. تر اوسه د ډزو علت نه دی روښانه شوی او نه هم ویل شوي چې د پېښې عاملین څوک دي. امنیتي سرچینې وايي چې په ښار کې شدید تدابیر نیول شوي دي او شکمن کسان به نیول کېږي. دا یو سیاحتي او خورا امن ښار دی او تر دې وړاندې د ورته پېښو راپورونه نه دي ترې ورکړل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *