د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې یوه وسله وال د تکزاس ایالت په سانتافي ليسې پر زده کوونکو ډزې کړې دي چې لس کسه یې وژلي دي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو دغه کس نیولی دی، وايي چې ددغه ښوونځي زده کوونکی به وي خو په اړه یې نور جزیات نه دي افشا شوي. د ښوونځي یو بل زده کوونکی هم له شکمن کس سره د همکارۍ په تور نیول شوی دی. په امریکا کې پر ښوونځي داسې مهال برید کېږي چې امریکایان پر وسلو د کنټرول غوښتنه کوي. تر دې وړاندې په فلوریدا کې پر یوه ښوونځي په برید کې ۱۷ زده کوونکي وژل شوي وو. تر هغه وروسته په ټوله امریکا کې د وسلو د کنټرول لپاره زرګونه کسانو لاریونونه وکړل. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر ښوونځي د برید وروستۍ پېښه غندلې ده.
