سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / امریکا یو وار بیا په پاکستان غږ کړي چې ترهګر دي په خاوره کې ختم کړي

امریکا یو وار بیا په پاکستان غږ کړي چې ترهګر دي په خاوره کې ختم کړي

کابل کې پر انټر کانټيننټل هوټل له بريد وروسته امريکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي، چې د طالبانو پر ضد ګامونه پورته کړي. «طالب مشران يا ونيسئ او يا يې له وطنه وباسئ».

د پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس پاکستان دغه حمله په سختو ټکو وغندله او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره يې د دواړو هېوادونو پر همکارۍ زور واچاوه، خو د افغانستان «ځينې کړيو» د دې بريد پړه يو ځل بيا پر پاکستان واچوله. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل دا خبره رد کړه او د پېښې د بشپړې پلټنې غوښتنه يې وکړه.

خو امريکا يو ځل بيا له پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو پر ضد ګامونه واخلي. د سپينې ماڼۍ وياندې ساره سينډرز تېره ورځ د خبري غونډې پر مهال وويل چې «موږ له پاکستانه غواړو چې ژر تر ژره دې د طالبانو مشران يا ونيسي او يا دې يې له هېواده ويستلو ته اړ کړي او پاکستان دې په خپله خاوره دا ډله نوره نه پرېږدي چې دا ډول بريدونه ترسره کړي».

هېره دې نه وي، چې د نوي کال له پيل سره سم د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ توندو څرګندونو د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې خرابې کړې او لا يې هم لفظي شخړه دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *