جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / امنیتي ځواکونو ننګرهار کې ۱۱کسان وژلي دي

امنیتي ځواکونو ننګرهار کې ۱۱کسان وژلي دي

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو شپني عمليات کړي چې ۱۱ کسان يې وژلي او ۱۲ نور يې له ځانه سره ژوندي بيولي دي. ځايي چارواکي وايي چې په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو يو سرګروپ او د هغه مرستيال هم شامل دي؛ خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې يو شمېر ملکي وګړي هم په وژل شويو کسانو کې شامل دي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د بر بهار په سيمه کې د وسله والو طالبانو د يو سرګروپ پر کور عمليات کړي دي. نوموړى د خوږياڼو د ولسوال له قوله وايي چې په عملياتو کې د طالبانو د يو سرګروپ رفيع الله او د هغه د مرستيال هجرت په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲ نور مشکوک کسان عمليات کوونکو ځواکونو له ځانه سره بيولي دي. د وسله والو طالبانو د دغه سرګروپ د کورنۍ يوه غړي هم د نوم نه خپرولو په شرط تاييد کړې چې د نښتې پرمهال يې د کورنۍ اته غړي وژل شوي، چې رفيع الله او د هغه مرستيال هم په کې شامل دي. هغه ادعا کړې چې ٩عام وګړي يې وژلي او يو شمېر يې ورسره بيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *