شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امنیت آمرگلبهار مجاهد سره له ۳ نوروعسکرو وژل شوی.

امنیت آمرگلبهار مجاهد سره له ۳ نوروعسکرو وژل شوی.

 

 

د فراه ښار د امنیت امر تېره شپه د دغې ولايت په مرکز کې د ماين چاودنې له کبله وژل شوی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري يک تلويزيون ته د نوموړي وژل کېدل تاييد کړي، په خبره يې کله چې طالبانو د مرکز مربوط د اسحاق زي په سيمه بريد وکړ، مجاهد غوښتل سيمې ته ورشي چې په لاره کې پرې چاودنه وشوه او ځای پر ځآی ووژل شو.

طالبانو د بريد مسئوليت په غاړه اخيستی قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي: “دفراه ولایت مرکز کي د امنیت آمرگلبهار مجاهد سره له ۳ نوروعسکرو دیو تاکتیکي ماین په چاودنه کي ووژل شو”.

ځايي اوسېدونکو ويلي، له نوموړي سره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

پرون د فراه مرستيا والي محمد يونس رسولي ويلي و، چې امنیتي ځواکونو ته په وروستۍ مياشت کې بې مخينې مرګ ژوبله اوښتې او يواځې په تېره يوه اوونۍ کې پنځوس عسکر وژل شوي دي.

دغه راز د فراه د ولايتي شورا غړې جميله اميني بيا وايي، چې طالبان د دغې ولايت مرکز ته داخل شوي او هره ورځ جګړې او پوځي مرکزونه سقوط کوي.

له بلې خوا د دغې ښار اوسېدونکي وايي، د فراه ولايت نږدې اتيا سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، يواځې د مرکز ځينې برخو کې امنيتي ځواکونه قرار لري چې هغوی هم د خپل ژوند د خوندي ساتلو په لټه کې دي او د موقع نه په استفادې له خپلو مرکزونو تېښته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: