دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امنیه قومنداني: کابل کې ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې ووژل شو

امنیه قومنداني: کابل کې ځانمرګی موخې ته تر رسېدو مخکې ووژل شو

په کابل ښار کې چاودنه شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې د کابل نوي ښار سیمه کې ځانمرګي برید ګر غوښتل پر عامو وګړو برید وکړي خو بریالی شوی نه دی. د کابل امنیه قومنداني وايي یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د وینې د ورکړې یوه ډله په نښه کړي خو د پولیسو له لوري پېژندل شوی او موخې ته تر رسېدو مخکې یې چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه. د سرچینې په خبره په پېښه کې یوازې ځانمرګی وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: