پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / افغانستان / انتخاباتو ته ۳۶ ورځي پاتي دي،خو د ټاکنو کمېسون ورته چمتوالی نه لري

انتخاباتو ته ۳۶ ورځي پاتي دي،خو د ټاکنو کمېسون ورته چمتوالی نه لري

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ستونزې تر ټولو سترې ننګونې بولي او وایي چې د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره اړین تخنیکي او عملیاتي چمتووالی نه لري. د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده، تېره ورځ د (رڼو ټاکنو) تر نوم لاندې غونډه کې وویل چې ټاکنو ته ۳۶ ورځې پاتې دي، خو کمېسیون تر اوسه هیڅ چمتووالی نه لري او ښایي ټاکنې پر خپل وخت تر سره نه شي. د ټاکنیز مهالوېش له مخې چې د ټاکنو کمېسیون له لوري خپور شوی دی، د روان کال د تلې ۲۸مه یې د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کولو لپاره ټاکلې ده. یاد بنسټ د پرېکړه لیک په خپرولو سره له سیاسي ګوندونو څخه غوښتنه کړې چې د خپلو ادعاوو ثبوت لپاره دې ډېر ژر خپل بشپړ اسناد له ټاکنیزو کمېسیونونو سره شریک کړي. په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي، د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ اندېښنې بې ځایه بولي او وايي چې ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره شي، کمېسیون د ټاکنو ترسره کولو لپاره ګام په ګام چمتووالی لري، یو اندازه حساس او غیرحساس مواد کابل ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه چې ډېر ژر به د رایه ورکوونکو نوملړ خپور شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *