پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / اندازه ده چې ویرات کوهلي افغانستان سره په ټيسټ لوبو کې برخه وانه خلي.

اندازه ده چې ویرات کوهلي افغانستان سره په ټيسټ لوبو کې برخه وانه خلي.

د هندوستان او افغانستان تر منځ په لومړیو ټیسټ لوبو کې اندازه ده چې د هندي کرکټ ډلې کپتان ویرات کوهلي برخه وانه خلي.

ویرات کوهلي غواړي چې د اگست په لومړۍ نېټه له برتانیې سره تر ټیسټ سیریز وړاندې د انگلېنډ په کاونټي مقابلو کې برخه واخلي.

کېدای شي د هندوستان کرکټ بورډ له کوهلي څخه وغواړي چې د انگلېنډ د کاونټي مقابلو پر ځای له افغانستان سره په تاریخي ټیسټ لوبو کې برخه واخلي.

هندي مطبوعات د هند کرکټ بورډ د یو چارواکي له خولې لیکي چې، “که چېرې د هند کپتان ته له افغانستان سره د نړیوالې لوبې پر ځای د کاونټي کرکټ اجازت ورکړل شو نو دا به یو غلط مثال جوړ شي”.

چارواکي وړاندې وایي، “دا گام به مېلمه افغان لوبډلې ته یو غلط تاثر هم ورکړي چې گنې هند دوی د هندوستان برابر نه ګڼي. دا به د افغانستان د لوبډلې بې احترامي وي او دې خبر نه به ښه تاثر لاړ نه شي”.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د هند کرکټ بورډ هم د ویرات کوهلي په دې مصروفیاتو ډېر خوشحاله نه ښکاري. دوی غواړي چې کوهلي دې د انگلېنډ د کاونټي مقابلو پر ځای له افغانستان سره ټیسټ لوبې ته لومړیتوب ورکړي او پس د دې دې انگلېنډ ته دوره وکړي.

ویرات کوهلي هم لا دا فیصله نه ده کړې چې د انگلېنډ کومې کاونټي له خوا به لوبه کوي خو ممکنه ده چې هغه د لندن سوري کاونټی د ټیم برخه شي.

د ویرات کوهلي نه علاوه د هندوستان کرکټ لوبډلې لوبغاړی چیتیشور پجارا د برتانیې په کاونټي مقابلو کې د یورکشایر، روي چندرن اشون د واروک شایر او اشانت شرما د سسیکس لپاره لوبیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *