پنجشنبه , فبروري 25 2021
کور / خبرونه / اندونیزیا کې زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان دي

اندونیزیا کې زلزلې له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان دي

په اندونيزيا کې يوې نسبتاً زورورې زلزلې لسګونه کسان وژلي او څه باندې ۳۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د اندونيزيا په ساحلي ټاپو سلاويسي کې د ۷،۵ درجې زلزلې او سونامي تر دا مهاله ۵۰ کسان وژلي او تر ۳۰۰ زيات يې ټپيان کړي دي.

د اندونيزيا د افتونو او طبعي پيښو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چې په دغه زلزله او سونامي کې تر دا مهاله ۳۸۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ددغې شمېرې د لوړېدو انديښنه هم موجوده ده.

ددغې زلزلې له امله په سيمه کې بريښنا او ټيلفون قطع شوی دی چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي او همدا راز د پيښې د تلفاتو په اړه هم د کره والي اندازه نه کيږي.

د اندونيزيا د طبيعي پيښو په وړاندې د مبارزې ادارې وياند سوټويو نوګراهو رسنيو ته ويلي دي چې موږ تر اوسه کره شميرې نه دي ترلاسه کړي او د څونامي له امله د ساحل څنډې ته د ډيرو مړو جسدونه موندل شوي دي خود تلفاتو کره ارقام لا په لاس کې نه لرو.

په اندونيزيا کې تر دې وړاندې هم ډيرې زلزلې شوي دي چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د روان ميلادي کال د اګست په مياشت کې هم د اندونيزيا لومبرک ټاپو کې هم ډېرې زلزلې وشوې چې له امله يې ۴۶۰ تنه ووژل شول.

تر دې وړاندې په ۲۰۰۴ کال کې هم په اندونيزيا کې سونامي او زلزلې د سوماترو ټاپو سخته ويجاړه کړه چې له امله يې ۲۲۶۰۰۰ کسان ووژل شول چې ۱۲۰۰۰۰ يې اندونيزيايان وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *